حزب اسلامی: طالبان مسئول کشتار مسلمانان هستند!

زمان انتشار : سه شنبه, 5 سپتامبر , 2017 , بخش : اخبار, سیاسی , کد مطلب : 48089 , نسخه قابل چاپ نسخه قابل چاپ ,
+
-

در پی خشونت ها و نسل کشی مسلمانان در برما و بالا گرفتن اعتراض ها به این موجب، حزب اسلامی در خبرنامه ای مدعی شده که هر چند خشونت ها در برما تازه گی ندارد و مربوط به چند سال اخیر است اما طالبان مسئول خشونت های اخیر در مناطق مسلمان نشین برما هستند.

در خبرنامه حزب اسلامی آمده است که بودایی های برما پس از ویران شدن مجسمه های بودا در بامیان توسط گروه طالبان در زمان حکمرانی این گروه در افغانستان، برای انتقام گیری دست به کشتار ملکیان مسلمان در میانمار زده اند.

حزب اسلامی همچنان حکومت های کشورهای اسلامی را به بی تفاوتی متهم کرده و همچنین سکوت نهاد های حقوق بشری را نیز در ارتباط به خوادث برما محکوم کرده است.

حزب اسلامی در حالی این ادعا را مطرح می کند که بر اساس شواهد و راپور های به نشر رسیده؛ علت اصلی نسل کشی مسلمانان در میانمار درگیری های فزیکی بین مسلمانان میانمار و بودایی های این کشور است.

پیش از این نیز، وزارت خارجۀ کشورمان در برابر نسل‌کشی مسلمانان و آواره شدن آنان به سایر کشورها توسط دولت برما واکنش نشان داده و خواهان بررسی نسل کشی مسلمانان توسط بودایی های میانمار توسط نهاد های حقوق بشری و سازمان ملل شده.

متن کامل این خبرنامه به شرح ذیل است:

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د حزب اسلامی افغانستان اعلامیه

د برما ستره انسانی فاجعه

 

حزب اسلامی افغانستان د برما د مظلومو مسلمانانو په ضد د دې هېواد د جانی او وحشی حکومت جنایات او وحشیانه عام وژنه په کلکو ټکو غندی، پر اسلامی امت غږ کوی چی د برما د مظلوم ولس په څنګ کی ودرېږی او مرسته ئې وکړی چی له دی ظلم او عام وژنی وژغورل شی.

د برما د مسلمانانو عام وژنه اوږده او خونړۍ سابقه لری، خو هغه مهال ئې شدت لازیات او لمن ئې لازیاته پراخه شوه چی د طالبانو په لاس په بامیانو کی د بودا مجسمې ویجاړی شوې او فیلمونه ئې رسنیو خپاره کړل. دښمنانو له دې پراخه استفاده وکړه او بودایان ئې د مسلمانانو په ضد وپارول، بودایی برمایان د غچ اخیستلو لپاره میدان ته راووتل؛ خو د دې پر ځاى چی د پېښې له اصلی عاملینو د انتقام لار غوره کړی د ځناورو په څېر ئې له خپلو هموطنو برمایی مسلمانانو انتقام اخیستلو ته ملا وتړله. تر ننه ئې په زرګونو مظلوم مسلمانان ووژل او د لسګونو زرو نورو کورونه ئې یا وران کړل یا ئې وسوزول او استوګن ئې هجرت ته اړ کړل.

متأسفانه ګورو چی د دې ستری غمیزی په وړاندی نه یوازی د اسلامی هېوادونو ډیرى مشران پټه خوله دی او له څه ویلو او څه کولو ډډه کوی بلکی د انسانی حقوقو تورمخی او دروغجن مدعیان هم نه څه وایی او نه څه کوی؛ داسی بی تفاوته دی لکه چی هیڅ نه وی شوی.

له شکه پرته هغه هېوادونه او حکومتونه په دی جنایاتو کی شریک دی چی د برما د مفسد او جانی حکومت ملاتړ کوی او دوستانه اړیکی ورسره پالی.

نن د نړۍ ټول جنګونه په اسلامی هېوادو کی روان دی. پدی جنګونو کی یوازی مسلمانان مری او د هغوی کورونه او هېوادونه ورانیږی.

باور مو دا دئ چی إن شاءالله د مسلمانانو د مظلومیت دا بدی ورځی او بد حالت به نه یوازی په برما کی بلکی په ټولی نړۍ کی حتماً او ژر پاى ته رسی. د هغی ورځی د راسېدو په هیله.

 

حزب اسلامی افغانستان

اشتراک گذاری »